پېښور 15 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پھ قبائیلی سیمو کښې د انتظامې ٬ قانونې او مالی اصلاحات زر تر زرہ بشپړولو امر کولو سره وئيلي دي حکومت بھ د قبائېلو د بحالۍ او د بھتر سماجی حالاتو ریاستی ذمھ داری ترسرہ کوی٬ امن بھ دا لاسھ نھ ورکوٶ٬ قبائيلي سيمو ته د هېواد د نورو ښارونو غوندې ټولې آسانۍ وركوي۔ وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ قبائيلی سيمو كښې د انتظامي ٬ صلاحاتې او د امنيتي وضعې د جاج اخستو غونډې په مهال خپلو خبرو كښې وكړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران عامر محمود کیاني، علی امین ګنډاپور، عمر ایوب خان، نور الحق قادری، اسټېبلشمنټ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمّد شهزاد ارباب، دوهم داخله وزير شهریار آپریدې، علی محمد خان، ٬نعیم الحق او افتخار دراني ګډون كولو۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان اعلٰې وزير محمود خان ٫ شوکت یوسفزئۍ، اجمل وزیر، د پېښور کور کمانډر لېفټیننټ جنرال شاهین مظهر محمود، چیف سېكتر، د پوليس مشر او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل نر قبائيلې اولس پاكستان لپاره ډېر خدمات تر كړې ٬ د ترهګرۍ په مقابله كولو مېړنو قبائيلو سخت وخت تېر كړې او د حكومت او امنيتي ځواكونو مرسته ئې كړې٬۔ ده ووئيل حکومت بھ د قبائېلو د بحالۍ او د بھتره سماجی حالاتو لپاره ریاستی ذمھ وارۍ ترسرہ کوی٬ امن بھ دا لاسھ نھ ورکوٶ٬ ده ووئېل قبائيلي سيمو ته به د هېواد د نورو ښارونو غوندې ټولې آسانۍ وركو