اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل آصف غفور وئېلي دي د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان كورنۍ كاميابۍ له مينځه وړلو له د را پشمول څلور غېر ملكي استخبارتي ايجنسۍ پاكستان كښې د ترهه ګرۍ منصوبه جوړي٬خارجه وزارت مو خبر كړې چې هند په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډرۍ په كال 2017 كښې د ډزبندۍ رېكارډ خلاف ورزۍ كړې ٬پاك پوځ په وخت ځواب وركولو كښې د هندي عسكرو پوستې په نښه كړې دي٬د هند د يو ګولۍ يا ماټر ګولۍ په ځواب كښې به د پينځو ګولو يا ماټر ګولو ځواب وركوو٬هند كه جنګ مسلط كړو نو د زړه پوري ځواب وركولو قابليت او حق لرو٬په محرم كښې كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ كاروائۍ شنډولو سره ځانمرګي جېكټونه او نېټ ورك نيولې شوې٬د پوځ سرلښكر د افغانستان دوره كاميابه وه٬سرلښكر افغانستان سره په پوله د خاردار تار لګولو٬د قلعه ګانو او پوستو جوړولو وړاندېز كړې٬مغربي پوله به په دوو كلونو كښې په بشپړه توګه محفوظه كړې شي٬ټول قام د دښمنو قواو د بيانې څخه خبر دے او دغه رد كوي٬د هېواد دننه يا بهر ناست خلق څوك چې په پوځ تنقيد كوي په هغوي پاك پوځ نظر لري٬د پوځ سرلښكر سره د كلبهوشن ياديو د رحم اپيل ختمي پريكړې ته نزدې دے٬پاك پوځ د آئين او قانون ترمخه كار كوي٬يو كس د ادارې نه او اداره د هېواد څخه بالاتره نه وي٬رينجرز د اسلام آباد پوليس او اسلام آباد انتظاميې سره په ګډه امنيتي چارې ترسره كوي٬د پخواني وزيراعظم په احتساب عدالت كښې د وړومبنۍ پېشۍ په موقع د بدنظمۍ او د امن وضعې ترمخه په دوهمه پېشۍ رينجرز په ځاې كړی شوي وو۔د سماعت په حقله د وزيرانو پاسونه جاري كېږي٬كه كوم عسكر ته اطلاع نه وي رسېدلې نو مس انډر سټينډنګ په مقامي كچه رمخې ته شوې٬دا د ادارو ترمينځه تصادم نه دے۔هغه د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر ډائرېكټورېټ كنفرنس روم كښې اليكټرانك او پرنټ مېډيا ته د هېواد د مجموعي سلامتيا په صورتحال٬د پاك پوځ سر لښكر د افغانستان دورې٬ آپرېشن ردالفساد او نورو چارو په اړه بريفنګ وركولو۔ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل آصف غفور ووئيل د څلورو لسيزو څخه د يو قام په حېث مونږ د ترهه ګرۍ مقابله كړې او ډېرې كاميابۍ مو ترلاسه كړې٬زمونږ د هڅو په نتيجه كښې دا مهال د پاكستان دننه د ترهه ګرو كوم پټ ځاې او نېټ ورك نشته۔ده ووئيل د افغانستان دننه د اتحادي پوځونو او د افغانستان مضبوط پوځ باوجود دا مهال د افغانستان حكومت رټ د هېواد په 50 فيصد برخه نشته۔ده ووئيل لوېديزې پولې ته اوس هم د زيات پام كولو حاجت دے۔د پولې پورې غاړه د سي ټي پي مشرتابه او د آئي اېس آئي اېس موجودګي زمونږ لپاره خطر دے۔له دې كبله په مغربي پوله د پوځ دا شمېره په ځاې ساتلې شي۔ده ووئېل په لوېديزه پوله به د پوستو جوړولو كار په دوه كاله كښې بشپړ شي۔د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د افغانستان اولنۍ دوره كاميابه وه۔د پوځ سرلښكر د افغان اولس مشر اشرف غني سره يو نيم ساعت يو په يو او د پلاويو په كچه دوه نيم ساعته خبرې شوي ۔د پوځ سرلښكر د پاكستان نكته نظر دلائلو او شواهدو سره وړاندې كړے۔د پوځ سرلښكر د ملاقاتونو نه ورورستو د چارواكو لخوا هېڅ منفي بيان جاري نه شو٬اوس ټول څيزونه په مثبت لوري روان دي۔د پوځ سرلښكر د پوځي مرستې په اړه ډېر وړاندېزونه وركړي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل ايران سره په پوله هم اضافي سېكورټي لګولې شوې۔په لوېديزه پوله پاكستان به د دواړو ګاونډيانو هېوادونو سره په ګډه د مكنزم تر سيوري لاندې د شريكو دښمنانو او غېر رياستي عناصرو ارادې ناكامه كړې۔ډېر زر به د پوځ سرلښكر د كينال دوره وكړي او په امنيتي چارو به خبرې وكړي۔ده ووئيل په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډري د هندي ځواك لخوا د سيز فائر خلاف ورزو كښې اضافه شوې۔په 2017 كښې د هندي ځواكونو ډزو په نتيجه كښې 24 وګړي شهيدان او 180 ژوبل شوي چې بشپړه ځواب يې پاك پوځ وركړې٬د هندي ځواكونو پوستې يې په نښھ كړي چې په نتيجه كښې يې څو هندي پوځيان مړه شوي او پوستې د مينځه تللې دي۔ده ووئيل د پاك پوځ دوه لكه ځوانان په لوېديزه پوله او يو لك په ختيزه پوله د امنيت خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل آپرېشن ردالفساد روان دے او په استخباراتو اډانه عمليات هم روان دي۔په راجګال ويلي كښې پھ آپرېشن خېبرفور كښې زمكيز عمليات بشپړېدو څخه وروستو د كليئرنس عمل جاري روان دے۔ده ووئيل د ټولو امنيتي ايجنسو٬پوليس٬رينجرز او د استخبارتي ايجنسو سختو هڅو په نتيجه كښې څو كاله وروستو د روان كال په مهال پاكستان كښې محرم الحرام امن سره تېر شو۔د محرم الحرام په اړه ډېرې خطرې وې٬ ده ووئېل بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ هڅه ناكام كړې شوې٬په كراچۍ كښې د دوو ځانمرګي جېكټونو ډيلور كېدو اطلاعات راغلل او په دغې كار وكړې شو او د ځانمرګي جېكټونه او نېټ ورك ونيولې شول ۔د پاك پوځ 38 بټالين په ټول هېواد كښې 35 ضلعو كښې 18500 مجلسونو او 7 زره 546 لاريونونو ته سېكورټي وركړه۔پاك پوځ په كراچۍ كښې د بوهرا كميونټي ته بشپړ امنيت وركړو چرته چې د 12 زره هندي وګړو پشمول 21 زره غېر ملكيان موجود وو۔دې سره سره ورلډ اليون مېچ او ميران شاه كښې د كركټ مېچ هم وكړې شو۔مېران شاه كښې دا مېچ 25 زره قبائېلي وكتلو۔د سپېشل كور كمانډر كنفرنس په پاې د اعلاميې نه جاري كولو په پوښتنه ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل ځينې معاملاتو كښې خاموشي زيات اهميت لري۔د انتخابي قوانين بل 2017 كښې په كاغذات نامزدګۍ كښې د حلف نامې په اړه د يوې پوښتنې به ځواب كښې ده ووئيل د كاغذات نامزدګۍ پخوانې پوزېشن بحال كولو په لړ كښې ترميم منظور كړې شوې۔د ختم نبوت او ناموس رسالت یه اړه د پاكستان هر مسلمان پشان پاك پوځ هم هېڅ قسم سودا پرې نه شي كولې او نه كله داسې كېدې شي۔د ملي مسلم ليګ په سياست كښې د برخې اخستو په اړه د يوې پوښتنې به ځواب ده ووئيل دا خو رياست پريكړه كوي چې د پاكستان په سياسي عمل كښې څوك څنګه برخه اخستې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل آصف غفور ووئيل رينجرز د داخله وزارت ماتحت دې٬د 2014 څخه د رينجرز درې وينګز كومو كښې چې دوه زره ځوانان شامل دي٬په اسلام آباد كښې د امنيت وظيفه ترسره كوي۔رينجرز اسلام آباد پوليس او اسلام آباد انتظاميه سره په ګډه امنيتي خذمات وړاندې كوي۔جنرل اصف غفور ووئېل د پخواني وزيراعظم احتساب عدالت ته د وړومبنۍ پېشۍ په مهال بدنظمي او د امن صورتحال په سوب په دوهمه پېشه رينجرز لګولې شوي وو۔دغه ورځ سهار 7 بجې رينجرز پوليس او د انتظاميې افسرانو د جوډېشل كمپلېكس دوره هم وكړه۔د اورېدنې په اړه وزيرانو ته پاسز جاري شوي وو كه كوم سپاهي ته اطلاعات نه وو ورسېدلې نو مس انډسټينډنګ په ځايې كچه شوې٬د ادارو ترمينځه هېڅ ټكر نشته